دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 179681
په تخار کې پر یوه کور د هاوان ګولۍ د لګیدو له کبله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د پامیر شلمې فرقې قومندان حیات الله اقتاش وايي، چې په توپان نومي پیل شویو عملیاتو کې یې د کوکچې غاړې په ولسوالیو کې وسلوال مخالفین ځپلې او ډېرې سیمې له طالبانو نیول شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دوشنبې پر ورځ په دشت قلعه ولسوالۍ کې هم له وسلوالو طالبانو پېنځه کلي نیول شوي او لس طالبان یې وژلي دي.
د اقتاش په باور په دغو عملیاتو کې له دوی سره هوايي ملاتړ هم روان دی او افغان سرتېرو ته مرګ و ژوبله نده اوښتې.
په همدې وخت کې په یوه کور د هاوان ګولۍ د لګیدو له کبله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د تخار والي ویاند  محمد جواد هجري وايي، چې هاوان د وسلوالو طالبانو لخوا توغول شوی دی.
مسوولین وايي، چې د توفان عملیات به تر هغې روان وي، چې د کوکچې سیند پر غاړو له پرتو ولسوالیو څخه وسلوال مخالفین پر شاوتمبوي او ګواښونه یې له منځه یوسي.
 
https://avapress.com/vdch6wnzz23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته