کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د نامسووله وسلوالو لس کسیزه ډله ونیول شوه

25 دلو 1397 ساعت 15:40

کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د نامسوولې وسلوالې لس کسیزې ډلې له نیولو خبر ورکړی دی.


د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه لس کسیزه ډله د کابل ښار د دوه یمې ناحیې د ګلبهار سنتر له اړوند سیمې نیول شوې ده.
دغه راز څرګنده شوې؛ پولیسو یاده نامسووله وسلواله ډله هغه مهال نیولې، چې په اړوند سیمه کې یې د خلکو پر ځورولو او کړولو لاس پورې کړی دی.  
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پولیسو د زورواکانو له دغې ډلې سره لس میله بېلابېله وسله دوه (هایلکس او فورتینر) موتر هم نیولي او ضبط کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملي پولیس د نامسووله وسلوالو، جنګسالارانو او یاغیانو په لټه کې دي او ورسره له قانوني چلنده کار اخلي. دغه راز له هېوادوالو هم غوښتل شوي، چې د دغه راز کسانو په نیولو کې ور سره همکاري وکړي.
 


د مطلب کود: 179687

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179687/په-کابل-کې-د-نامسووله-وسلوالو-لس-کسیزه-ډله-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com