دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 179693
که موقت حکومت سوله راپه برخه کوي، ملاتړ یې اړین دی- زاخېلوال
د پاکستان په اسلام آباد کې د افغانستان پخوانی سفیر او د مسکو د ناستې برخوال سیاستوال له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛ ولسمشر غني هڅه کوي، چې د مسکو ناسته د لویې مشورتي جرګې د رابللو تر چتر لاندې راولي.

ښاغلی زاخېلوال زیاتوي؛ که لویه مشورتي جرګه د مسکو د ناستې پر وړاندې جوړیږي، مونږ به ووېشي. هیله من یم، چې کار تر دې ځایه راونه رسیږي؛ ځکه مونږ یې له زیانونو خبر یو.
کله، چې ولسمشر غني د ارګ په یوه ناسته کې د سولې عالی شورا د دارالانشا رییس او د سولې د سیمه ییزې اجماع سلاکار عمر داوودزي ته د سولې په اړه د لویې مشورتي جرګې د جوړولو سپارښتنه وکړه؛ نو یو لړ اندېښنې ورسره راوپاریدلې.   
د مسکو ناستې تر سره کوونکیو افغان سیاستوالو او د مدني ټولنو استازیو له طالبانو سره د موقت حکومت په اړه هر راز خبرې رد کړي؛ خو ښاغلی زاخېلوال وایي، چې که موقت حکومت سوله راپه برخه کوي، ملاتړ یې اړین دی.
زاخېلوال زیاته کړې، چې: د سولې په پایله او یا د سولې لپاره که موقته اداره رامنځته کیږي؛ ولې نه! سوله له هر شي لومړیتوب لري. موقت حکومت د نظام د له منځه وړلو معنا نلري.
ولسمشرۍ د مسکو ناستې ټول ګډونوال د سولې په اړه له طرحې بې برخې ګڼلي او پر حکومت نیوکه کوونکي رابولي، چې خپلې نیوکې حکومت ته وړاندې کړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال سید شاه حسین مرتضوي وایي: هغه سیاستوال، چې په هر ځای کې د حکومت پر پروګرامونو نیوکې کوي؛ د سولې په اړه لږ تر لږه باید د پلان او پروګرام یوه پاڼه ولري، چې خلک پرې قضاوت وکړي.   
اوسمهال د سولې په اړه څو اړخیزې خبرې روانې دي؛ خو نیوکې پر دې دي، چې تر اوسه په افغانستان کې د سولې په اړه اجماع نشته او دا هغه څه دي، چې په هېواد کې د سولې د رامنځته کولو ستر خنډ ګڼل کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoon6e49n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته