دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۵
د مطلب کود : 179695
یوناما: د سولې له ټینګښت وروسته اصلي مبارزه پیلېږي
یوناما یا د افغانستان له‌پاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره په افغانستان کې د ممکنه سولې وروسته د بشري وضعیت ښه کېدو ته خوشبیني څرګندوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو چارواکي وایي چې سوله د افغانانو هیله ده او که د سولې ټینګښت ممکن شي، نو په‌دغه هېواد کې له امنیت سره تړلې د ډېرو ستونزو حل به اسانه شي.
د دغې ادارې مرستیال او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی ټوبي لېنزر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د سولې له ټینګښت وروسته اصلي مبارزه پیلېږي.
نوموړي وویل:
"سوله د یوه پای په معنا ده خو کله چې تاسو سوله ولري نو اصلي جګړه پیلېږي، د بې‌وزلۍ پر وړاندې جګړه، هغه جګړه چې افغانان لوړ کړي، څو دوی نه یوازې له خپل ځان او ټولنې سره مرسته وکړي، بلکه د افغانستان د پرمختګ له پاره هم کار وکړي. نو د سولې ټینګښت ځکه ضروري دی. د دغه هېواد خلک چې له کومو ننګونو سره مخامخ دي، زما په نظر هغه د پخوا په پرتله سترې دي."
ده وویل، ملګري ملتونه د سولې له روان بهیر سره مرسته کوي او د ده په نظر په دې برخه کې ځينې لاسته راوړنې شته.
ښاغلی لېنزر پرته له دې چې د سولې د بهیر په اوسني حالت وغږېږي یو ځل بیا یی د ملګرو ملتونو دا ژمنه تکرار کړه چې د سولې وروسته په افغانستان کې د بشري وضعیت له ښه کیدو سره به مرسته کوي.
د ده په وینا مخ پر زیاتیدونکی نفوس، د کډوالو راستنېدل، کورني بې ځایه شوي اقلیمي بدلون، بې وزلي او ځينې نورې هغه ستونزې دي چې که سر له اوسه ورته پاملرنه ونه شي د ممکنه سولې وروسته به ورته رسیدا سخته وي.
ملګري ملتونه داسې مهال د سولې څخه وروسته د پلان لرلو په شرط د بشري وضعیت ښه کیدو ته خوشبیني ښيې چې دا وخت د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د ختمیدو لپاره هڅې تر بل هر وخت پراخې او ګړندی شوي دي.
دغه هدف ته د رسیدو لپاره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په پنځم سفر وتلی او طالبانو هم د خبرو نوی مرکچي پلاوی ټاکلی دی.
له دې سره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د دغه هېواد ډېرې ستونزې په جګړې پورې تړلي بولي خو وايي، راتلونکي پرمختګونه هم د سولې د هوکړه لیک په څرنګوالي پورې اړه لري.

د یاد کمېسیون ویاند بلال صدیقي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"کله چې سوله هم تامین شي او په هغې کې د خلکو د بشري حقونو تضمین ونه شي کیدای شي د بشري حقونو وضعیت له ښه کېدو سره ډېره مرسته ونه کړي ځکه کله چې قربانیان وګوري چې د دوی حقونه په مستقیمه توګه تر پښو لاندې شوي دا به خپل غبرګونونه لري او په نظام به پوښتنه وي."
ښاغلی صدیقي وايي، د اوږدې جګړې له کبله په افغانستان کې بشري حقونه تر ډېره پایمال شوي او دغو ناخوالو له خپلو حقونو څخه اغېزمنه استفاده زیانمنه کړي.
 
سرچينه : رادیو آزادی
https://avapress.com/vdccooqsp2bqme8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته