دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۶
د مطلب کود : 179700
بادغیس کې لسو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ
د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو د طالبانو د برید په پایله کې پنځه پوستې نسکورې او لسو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.
د بالامرغاب ولسوالۍ سیمه‎ییز چارواکي وايي له دوو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو بریدونه دوام لري او که مرستندویه ځواک ورته ونه رسیږي، نو دا ولسوالي به د طالبانو لاسته ولویږي.
د بالامرغاب ولسوال، وارث شېرزاد څرګندوي:«دوه شپې کېږي چې له افغان ځواکونو سره نښتې روانې دي، پوستې نسکورې شوې دي، هلکان هم شهیدان شوي دي. لارې بندې دي او مرستو ته اړتیا ده، حالت د اندېښنې وړ دي. دښمن له غورماچ او فاریاب نه راغلي. که دوې پاتې پوستې نسکورې شي، نو حالت به ډېر خراب شي.»
په همدې حال کې د بادغیس ولایتي شورا وايي چې د افغان وژل شویو سرتېرو مړي په سیمه کې پاتې دي او د بوځ یو ټولی سرتېري هم د طالبانو په کلابندی کې دي.
د ولایتي شورا رییس، عبدالعزیز بیک څرګندوي:«د ولسوالۍ امنیه قومندان، امنیت مدیر او د کنډک قومندان نه وو، ټول یې رخصتي کې وو، دا کوم قانون او مسوول ځواب ورکوي، چې ټول رخصتي وکړي، او یو ولسوال به څنګه ولسوالي وساتي.»
په همدې حال کې د بادغیس مرستیال والي، فیض محمد میرزا زاده وايي اوس مهال سیمې ته ځمکنۍ لارې له امنیتي ګواښونو سره مخ دی او د هوا خرابوالي له کبله هم الوتنې سیمې ته ناشونې دي.
دی وړاندې وايي:«اوس مهال اورښتونه دي او د بالامرغاب لاره هم د ځمکې له لارې تړلې ده او سمهال ستونزې شته.»
سیمه ییز چارواکي وايي طالبان د باغیس ګاونډو ولایاتو راټول شوي اوهڅه کوي چې د بالامرغاب ولسوالي نسکوره کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyhevyuqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته