دا پېښې پنځه میاشتې مخکې د روان کال په وږې میاشت کې رامنځته شوې. د موټر بم چاودنې له کبله د طلوع نیوز خبریال، صمیم فرامرز او انځور اخستونکي، رامز احمدي هم ژوند له لاسه ورکړ.
دملي امنیت عمومي ریاست وایي نیول شوي کسان احمد طارق او احمد فاروق نومیږی چې داعش ډلې سره تړوا لري.
کابو پنځه میاشتې مخکې د دشتې برچې په سیمه کې د پهلوانۍ پر کلپ برید کط اته کسان ووژل شول او شل نور ټپیان شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)