د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هېواد په جنوب ختېځ کې ځانمرګي برید د انقلاب ساتوونکو ځواکونو ۲۷ غړي وژلي دي.
ایران کې ځانمرګي برید انقلاب ساتوونکو ځواکونو ۲۷ غړي وژلي دي
25 دلو 1397 ساعت 20:43
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هېواد په جنوب ختېځ کې ځانمرګي برید د انقلاب ساتوونکو ځواکونو ۲۷ غړي وژلي دي.
پېښه پرون ناوخته له پاکستان سره پولې ته نژدې د ایران د سیستان او بلوچستان په ایالت کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو ځانمرګي بریدګر د انقلاب ساتوونکو ځواکونو یو موټر په نښه کړ.
د ایران د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې برید کې د انقلاب ساتوونکو ځواکونو ۲۷ سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
تردې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې په دې برید کې ۴۱ کسان وژل شوي دي.
د برید مسئولیت د جیش العدل په نوم یوه ډله په غاړه اخیستی دی.
د مطلب کود: 179707