دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 179713
په غزنی کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي
د غزني چارواکي وايي، په‌دې ولایت کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري رسنیو ته وویل، طالبانو ته دا تلفات پرون په قره‌باغ ولسوالۍ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې اوښتې دي.
د ښاغلي نوري په خبره په‌دې هوايي برید کې د خالد نصرت په نوم د طالبانو یوه قوماندان هم وژل شوی دی.
د غزني د والي ویاند وايي، په‌دې حمله کې ملکیانو ته زیان نه‌دی اوښتی.
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا پېښه تأییدوي،خو وايي یوازې دوه طالبان په‌دې برید کې وژل شوي دي.
https://avapress.com/vdcdfn0fsyt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته