دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 179746
هند صدراعظم: جمو او کشمیر کې به تیرې ورځې بدری غچ اخلم
د هند صدراعظم نارندرا مودي د نوي ډیلي تر کنټرول لاندې کشمیر کې پرونۍ ځان‌وژونکی برید په سختو ټکو غندلی دی او ګواښ يې کړی چې هند به د دې برید غچ واخلي.


ښاغلي مودي نن په نوي ډیلي کې د دې برید قربانیانو ته د درناوي په خاطر د دوه دقیقو د چوپتیا تر مراسمو وروسته وویل:زه غواړم تروریستانو او د هغوی ملاتړو ته ووایم چې ډېره لویه خطا مو کړې ده. لویه بیه به يې پرې کړي.

تردې مخکې د هند د کابیني یوه وزیر ارون جیتلي وویل چې هېواد به يې په نړیواله سطحه د پاکستان د منزوي کولو لپاره دپلوماتیک ګامونه واخلي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت پاکستان د جېش محمد سخت دریځې ډلې چې د پرونۍ حملې مسولیت يې منلی، په ملاتړ او د دې ډلې مشر مسعود ازهر ته د خوندي پناه ځای په ورکولو تورن کړ.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پرونۍ انتحاري حمله د اندېښنې وړ بللې ده او د هغو هندي رسنیو او چارواکو څرګندونې يې رد کړي دي چې په‌دې برید کې يې پاکستان دخیل بللی دی.
هندي چارواکو ویلي دي چې په جمو او کشمیر کې د سرحدي پولیسو پر کاروان په پروني ځان‌وژونکي برید کې ۴۴ سرتیري وژل شوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله دا برید غندلی دی.
ولسمشر غني په یوه ټویټ کې ویلي دي چې افغان حکومت د هند له حکومت ، ولس او د دې برید د قرباني شوېو سرتیرو له کورنیو سره خپله خواخوږي او غمرازي څرګندوي.
 
https://avapress.com/vdcjxhevmuqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته