په دې کتنه کې دواړو لورو د امنیت، د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې او د پولیسو د روزنې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ترکیې د دفاع وزیر وویل، هیواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د پولیسو روزنې سره همکاریو ته ادامه ورکړي.
د هیواد جمهوررئیس په بېلابېلو برخو کې د ترکیې هیواد د دوامداره همکاریو قدرداني وکړه او وې ویل، په سیمه ییزه همکاري او همغږي کولی شي د تروریزم پدیده له منځه یوسي.