دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 179754
د ناټو سرمنشي: د افغان حکومت له بشپړ ګډون پرته د سولې هڅې نتیجه نه لري
د ناټو عمومي منشي وايي چې د افغان حکومت له ګډون پرته به د سولې هېڅ راز هڅې نتیجه ورنه کړي.

ینس سټولټنبرګ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې روسیه او په افغانستان کې ټول ښکېل اړخونه باید د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پیل کړي دي.
هغه همداراز څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه به په افغانستان کې د سولې د یوې موافقې په صورت کې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځوي.
په لاندې برخه کې د ناټو له عمومي منشي سره د ازادي راډيو د مرکې پښتو متن لولئ:


پوښتنه: ښاغلی عمومي منشي، ستاسې په نظر په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې درې احتمالي سناریوګانې کومې دي؟
ځواب: اصلاً یوازې یوه سناریو شته چې هغه هم په افغانستان کې د سولې پروسه ده، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې داسې پروسه چې پربنسټ یې پر سوله موافقه وشي، مګر اوربند باید د سولې د هرې معاملې مهمه برخه وي او دا چې باید افغان حکومت په دې پروسه کې اساسي رول ولوبوي، ځکه چې حکومت د افغانستان د خلکو مشروع استازی دی، زه همداراز د ولسمشر اشرف غني د تېرکال د سولې د نوښت او د لومړي ځل لپاره د اوربند د اعلان ستاینه کوم.
پوښتنه: ایا د افغانستان د اسلامي امارت احیا په پام کې شته او ایا د ناټو لپاره به د منلو وړ وي؟
ځواب: ناټو د دې لپاره په افغانستان کې ده چې د ترورېزم پرضد مبارزه وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان به بیا د نړیوال ترورېزم په خوندي ځاله نه بدلېږي، موږ همداراز له سوله ییزې حل لارې سره د مرستې لپاره هلته حضور لرو، د ناټو کار دا نه دی چې کومه حل لاره تحمیل کړي، بلکې دنده لري چې د سولې یوې افغاني حل لارې ته امکان برابر کړي، البته بشري حقونه، ډموکراسي او فردي ازادي د افغانانو لپاره خورا زیات اهمیت لري او باید درناوی ورته وشي.
پوښتنه: کابل چې د ناټو مهم متحد دی، د سولې له پروسې ځان څنډې ته احساسوي، پوښتنه داده چې ایا د افغان حکومت له ګډون پرته له طالبانو سره د سولې توافق ممکن دی؟
ځواب: دا امکان نه لري، د افغان حکومت له ګډون پرته دوامداره سوله ناممکنه ده، نو ځکه موږ له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د هغو تماسونو او هڅو کلک ملاتړ کوو چې غواړي د افغانانو ترمنځ د پخلاینې پروسې ته لاره پرانیزي، البته د افغانستان حکومت باید د پخلاینې د دې پروسې برخه وي، د افغانانو او په تېره د افغان حکومت له حضور پرته دوامدارې سولې ته نه شو رسېدای.
پوښتنه: پوهېږئ چې تېره میاشت د طالبانو استازي د ولسمشر غني له ځینو سیاسي سیالانو سره په مسکو کې وکتل، د روسیې هدف په افغانستان کې د ثبات راوستل دي که د بې ثباتۍ؟
ځواب: د مسکو په ګډون ټول باید د ښاغلي خلیلزاد او له طالبانو سره د هغه د خبرو ملاتړ وکړي، څو په افغانستان کې د سولې لپاره یو چوکاټ رامنځته شي، باید وګورو چې د مسکو غونډه له دې هدف سره مرسته کوي که نه؟ د ناټو تمرکز پر دې دی چې هم د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو او هم له سیاسي لارو، د امریکا او خلیلزاد د هڅو پوره ملاتړ وکړي، دا د سولې یوازنۍ لار ده.
پوښتنه: پوهېږئ چې نړیوالې ټولنې په نولس سوه نوییمو کلونو کې افغانستان یوازې پرېښود او دې کار ته یې د یوې سهوې په سترګه کتل کېږي، ایا ناټو دا ډاډ ورکولای شي چې بیا به داسې یوه سهوه نه تکراروي؟
ځواب: زه د ناټو د متحدانو د جدي ژمنې شاهد یم، په تېرو ۱۸ کلونو کې هغوی خورا زیاته پانګونه وکړه چې د افغان حکومت، خلکو او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي، په جولای میاشت کې د ناټو په سرمشریزه کې موږ پرېکړه وکړه چې د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه د نورو څلورو کلونو لپاره تر ۲۰۲۴ کال پورې وغځوو، موږ د افغان ځواکونو زده کړې، تجهیز او له هغو سره مرستې ته ژمن یوو، ځکه فکر کوو چې پخلاینې ته د لارې د هوارولو لپاره دا تر ټولو غوره کار دی، د ناټو هدف دا نه دی چې د تل لپاره په افغانستان کې پاتې شي، د ناټو هدف د ترورېزم پرضد مبارزه او سولې ته د لارې هوارول دي.
پوښتنه: تاسو وویل، ناټو په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي، خو پوهېږئ چې د افغاني ټولنې ځینې پوړۍ اندېښنه لري چې ایا د ډموکراسۍ، د بیان د ازادۍ، بشري حقونو او د ښځو د حقوقو پرسر خو به معامله نه کېږي، دې اندېښنو ته ستاسو ځواب څه دی؟
ځواب: ناټو پر یو لړ اساسي ارزښتونو ولاړه ده، ډموکراسي، فردي ازادي او د قانون حاکمیت موږ دې ارزښتونو ته خورا زیات اهمیت ورکوو، دوهمه خبره دا چې په ناټو کې زموږ متحدانو، په افغانستان کې د دې ارزښتونو د ساتلو لپاره ډېره پانګونه کړې، البته زموږ لپاره د دې ارزښتونو ساتل ډېر مهم دي او نه غواړو چې له لاسه مو ولاړ شي، دې هدف ته د رسېدو یوازنۍ لار د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه ده، ځکه د بشري حقونو لپاره سوله خورا زیاته مهمه ده، که سوله، اوربند او یوه سیاسي حل لاره ولرو، طبعاً د ټولو افغانانو په ګټه به وي، په تېره ښځې او ماشومان چې تل په جګړو او کړکېچونو کې زیانمنېږي، زه د ډموکراسۍ، بشري حقونو او سولې ترمنځ کوم تضاد نه وینم، موږ هم سولې او هم ډموکراسۍ او بشري حقونو ته اړتیا لرو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciw3az5t1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته