دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کاپیسا، پروان، غزني، پکتیا، کندهار، ارزګان، بادغیس، فراه، سرپل، بلخ تخار او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د ارزګان ولایت د خاص ارزګان او مرکز اړوند سیمه کې ۳۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپيان، د فراه ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۷ تنه ټپیان، د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د غزني ولایت د قره باغ او اندړو ولسوالیو کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان او ۳ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او د کندهار ولایت د شورابک ولسوالۍ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي دي.
همدا راز د فاریاب ولایت د گرزیوان ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپيان، د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، د بغلان- سمنګان لولې لارې په اوږدو کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي ، ۳ موټر سایکلونه او ۲ میله وسلې لاسته راغلي او د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ مې یړ تن ترهګر وژل شوی او یو میل سنایپر توپک له منځه وړل شوې ده.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)