دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 179763
لغمان ولایت کې طالبانو نومول شوی قاضي او څلور نور غړي وژل شوي
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د لغمان ولایت په مربوطاتو کې پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړي چې له امله یې د یاد ولایت لپاره د طالبانو نومول شوي قاضي او څلور نور غړي وژل شوي دي.

په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي: ”تېره ورځ د لغمان ولایت د بادپخ ولسوالی د مارسنګی په سېمه کې د ائتلاف قواوو بې پيلوټه الوتکې په وسلوالو طالبانو باندې هوایي بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې پنځه تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.“
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د طالبانو نومول شوي قاضي مولوي لعل محمد، د طالبانو سیمه ییز قوماندان مولوی فضل الدین، د طالبانو یو بل غړی عبدالاحمد، طالب جنګیالی مولوی ناصر او یو بل جګړه مار عبدالله طالب شامل دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې د طالبانو یو بل سیمه ییز قوماندان مولوی سید رحیم هم ټپي شوی دی.
 
https://avapress.com/vdciq3azpt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته