دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۶
د مطلب کود : 179788
عبدالله عبدالله: لا هم د ترهګرو ځالې په پاکستان کې شته
د افغانستان اجرائیه رئیس له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د پلاوي کتل چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو پورې وشي، یو نمایشي اقدام بللی دی.

عبدالله عبدالله چې نن یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې لا هم د ترهګرو ځالې په پاکستان کې شته.
ده زیاته کړه:
"دا بحث زما په باور تر نندارې ورهاخوا بل څه نه دی، ځکه د طالبانو مشرتابه په ټول قوت سره د پاکستان په معلومو ادرسونو کې په اعلان شویو شوراګانو کې حضور لري او د طالبانو مرکچي پلاوي هم په خپلو پخوانیو څرګندونو کې ویلي چې یوه میاشت وخت غواړي، څو له خپلو مشرانو څخه د پېښو په اړه لارښونې واخلي."
ښاغلی عبدالله وایي چې تر اوسه دا ډاډ نه دی ترلاسه شوی چې اسلام اباد به د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي که څنګه؟
طالبانو د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي وو چې د دغې ډلې مرکچي پلاوی د پاکستان په بلنه اسلام اباد ته ځي او د هغه هېواد له صدراعظم عمران خان سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfc1dycw6deea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته