دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۷
د مطلب کود : 179794
ټاکنیزو بنسټونو ته د غړیو د ورپېژندنې ۷ ورځنی بهیر پیل شو
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي؛ په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د غړیتوب لپاره د نوماندانو د معرفي کولو بهیر پیل شوی، چې اووه ورځې به روان وي.

د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه د ټاکنیز نظام د سمون لپاره مثبت ګام یادشوی، چې پر بنسټ یې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي او رییسان له دندو لیرې او نوي مشران به غوره شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال سید شاه حسین مرتضوي وایي، په عدلیې وزارت کې ثبت شوي سیاسي ګوندونه او مدني بنسټونه باید خپل نوماندان د نوي هعدیل شوي قانون پر بنسټ ولسمشرۍ ماڼې ته وروپېژني.
د ټاکنیزو خپلواکو کمیسیونونو رییسان او کمیشنران له دندو لیرې کړای شول او چارې یې د ولسمشرۍ د فرمان له مخې د نویو رییسانو تر ټاکلو د دارالانشا رییس اداره کوي. دغه راز د ځینو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو اعلام هم ندی شوی او د ننګرهار په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې د وروستیو پایلو د اعلام په وړاندې لاریونونه وشول او د دغو پایلو د باطلولو غوښتنه کوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رییس او کمیشنرانو له ګوښه کیدو وروسته هم دا کمیسیون وایي، چې د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلام په تړاو کارونه روان دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي، چې وروستۍ پایلې به د نوي مشرتابه او یاد دارالانشا د رییس لخوا اعلام شي، چې په اړه یې کار هم روان دی.             
د ټاکنو څارونکي بنسټونه د  دارالانشا د رییسانو لخوا د ټاکنیزو بنسټونو اداره کیدل بېړنۍ پرېکړه ګڼي او وایي، تخنیکي او عملیاتي مسایل باید د دوی لخوا پر مخ ولاړ نشي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه رییس یوسف رشید وایي، چې د نوي مشرتابه تر راتګه پورې دې د ټاکنیزو کمیسیونونو چارې ودرول شي؛ ځکه، چې نوي کمیسیونونه چارې پر پټو سترګو تصویبولی نشي.          
اوس داسې اندېښنې را منځته شوي، چې موجودو ستونزو ته په کتو به پر ټاکلې نېټه ټاکنې امکان ولري او که نه؟
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccooqs02bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته