دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۲۲
د مطلب کود : 179804
ارزګان کې هوایی بریدونو له امله ۲۲ تنه طالب قوماندانان وژل شوي
په ارزګان کې امنیتي چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو وروستي هوايي بریدونه چې پکې ۲۲ طالب قوماندانان ووژل شول، د افغان ځواکونو له پرمختګ سره مرسته کوي.

تېره شپه مرکز ترینکوټ کې بهرنیو ځواکونو د وسله والو طالبانو یوه پټه غونډه چې تر ډېره پکې مهم طالب قوماندانان را غونډ وو، بمبار کړې چې د مشهور طالب قوماندان حمدالله چې په ملا مطمئن مشهور و، د خپلو ۲۱ نورو ملګرو سره وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdce7o8zejh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته