کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جرمني صدراعظمه: افغانستان او سوریې څخه د امریکايی سرتیرو ایستل له وخت نه مخکې دي

27 دلو 1397 ساعت 21:25

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل له افغانستان او سوریې د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه خبرداری ورکړی دی.



مېرمن مېرکل نن د مونیخ په کلنۍ امنیتي غونډه کې له افغانستانه د ځواکونو ایستل تر وخت دمخه ګڼلي او وايي چې په دغه هېواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د امریکا په ژمنو پورې تړلی دی.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل تازه ویلي چې ښايي تر زرو ډېر امریکايي عسکر له افغانستانه وایستل شي.
واشنګټن تر دې وړاندي ویلي وو چې له سوریې څخه هم خپل سرتېري باسي.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل وویل چې له افغانستان او سوریې څخه د امریکایي سرتېرو ایستل کولای شي چې په سیمه کې د ایران او سوریې موقف پیاوړی کړي.
د مونیخ کلنی امنیتي کنفرانس تیره ورځ پیل شو او ټاکل شوې سبا یکشنبه هم دوام وکړي.
د افغانستان ولسمشر هم په دې غونډه کې ګډون لري.
 


د مطلب کود: 179805

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179805/جرمني-صدراعظمه-افغانستان-او-سوریې-څخه-د-امریکايی-سرتیرو-ایستل-له-وخت-نه-مخکې-دي

آوا
  https://www.avapress.com