خوښ ديک ۰

د هرات ولایت حج او اوقاف رئیس کور باندی ناپيژانده وسله والو برید

هرات کې امنیتی مسؤولین وایی چی تیره شپه ۷ بجو په شاوخوا ناپیژانده وسله وال د حج او اوقاف رئیس کور باندی مسلحانه برید وکړ.
د هرات ولایت حج او اوقاف رئیس کور باندی ناپيژانده وسله والو برید

 
عبدالاحد ولیزاده د هرات پولیس ویاند ددی پیښی تایید سره آوا خبرګزاری ته وویل چی شنبه شپه ۷ بجو په شاوخوا ناپیژانده وسله وال د حج او اوقافو رئیس پر کور باندی برید وکړ.
هغه زیاته کړه: د ښاغلی شیرزادی کور هندارو ماتیدو له امله هغه سطحی ټپی شوی دی او اوس خپل کور کې دی.
ویل کیږی چی تیره ورځ مولانا سید محمد شیرزادی د حج او اوقافو رئیس په دی ولایت کې د ولنتاین مراسمو ترسره کیدو مخه ونیوله چی د خلګو بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شو.
 
یکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود: 179827 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *