دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 179827
د هرات ولایت حج او اوقاف رئیس کور باندی ناپيژانده وسله والو برید
هرات کې امنیتی مسؤولین وایی چی تیره شپه ۷ بجو په شاوخوا ناپیژانده وسله وال د حج او اوقاف رئیس کور باندی مسلحانه برید وکړ.

 
عبدالاحد ولیزاده د هرات پولیس ویاند ددی پیښی تایید سره افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل چی شنبه شپه ۷ بجو په شاوخوا ناپیژانده وسله وال د حج او اوقافو رئیس پر کور باندی برید وکړ.
هغه زیاته کړه: د ښاغلی شیرزادی کور هندارو ماتیدو له امله هغه سطحی ټپی شوی دی او اوس خپل کور کې دی.
ویل کیږی چی تیره ورځ مولانا سید محمد شیرزادی د حج او اوقافو رئیس په دی ولایت کې د ولنتاین مراسمو ترسره کیدو مخه ونیوله چی د خلګو بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شو.
 
https://avapress.com/vdcj8hevauqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته