دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 179829
سعودی عربستان ولیعهد طالبانو پلاوي سره ګوري
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د طالبانو له پلاوي سره ګوري.

دا خبر د پاکستان د حکومت د دوو معتبرو سرچینو په حواله خپور شوی دی.
شهزاده محمد بن سلمان نن د فبرورۍ په اولسمه پاکستان ته ځي.
پاکستاني چارواکو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو پلاوی به د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له شهزاده محمد بن سلمان سره وګوري.
پاکستاني چارواکو د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کړي او ویلي یې دي چې دا مسئله یو راز ګڼل کېږي.
خو د طالبانو ویاند روېټرز ته ویلي چې له شهزاده محمد بن سلمان سره د هغوی د پلاوي کتنه لا نه ده پلان شوې.
د رپوټونو پر اساس، د دوشنبې په ورځ د طالبانو استازي په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت له خاص استازي زلمي خلیلزاد او د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم ګوري.
خو د زلمي خلیلزاد له لوري په دې اړه کوم بیان نه دی خپور شوی.
 
https://avapress.com/vdcb59b89rhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته