د ننګرهار نوی والي سید شاه محمود میاخېل زیاتوي؛ دغه چاودیدونکي توکي د تورخم – جلال آباد پر لویه لار، چې د سمنتوپه بوریو کې ځای پر ځای شوي وه د ملي امنیت سرتېرو نیولي دي.
ښاغلی میاخېل څرګنده کړې، چې په دې تړوا اته شکمن کسان نیول شوي، چې تر څېړنو لاندې دي.
دغه راز ملي امنیت د ماینونو لپاره کاریدونکي ۸۰ درندې مرمۍ، لس میله توپانچې او د هغې شل ساجوره هم نیولي.
د ننګرهار نوي والي زیاته کړې، چې د پاکستان استخبارات د خپلو ګاونډ هېوادنو لپاره ترهګر روزي او ویجاړۍ پرې رامنځته کوي.
مسوولین وايي، د دې چاودیدونکیو توکو په تړاو نیول شویو کسانو منلې، چې دا مواد د پاکستان استخباراتو ورکړي دي.
افغان چارواکي په ننګرهار کې د دومره ډېرو چاویدونکو توکو تور په داسې حال کې پر پاکستان اچوي، چې په ایران او هند کې د وروستیو ځانمرګو بریدګرو د ملاتړ ګوته هم یادو هېوادونو پاکستان ته نیولې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)