دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۵
د مطلب کود : 179851
د امریکایي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد په کابل کې له اجرائیه رییس سره ولیدل
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۸) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په خپل کور کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکایي پلاوي مشر اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ته د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د خپلو سفرونو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي عبدالله عبدالله په دې کتنه کې د زلمي خلیلزاد هڅې وستایلي او څرګندوه کړې یې ده، چې سوله او د ۴۰ کلنې جګړې پای ته رسیدل د افغانستان د خلکو لومړیتوب، هیله او غوښتنه ده.
اجرائیه رییس په داسې حال کې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو غوښتونکی شو، چې په کابل کې د امریکا سفیر هم د زلمي خلیلزاد ملتیا کوله.
د ملي امنیت سلاکار تېره ورځ د مونیخ امنیتي ناستې په څنډه کې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې سوله راتلوونکې ده؛ ځکه امنیتي ځواکونه موخه لري او طالبان د جګړې لپاره موخه نلري.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني هو د مونیخ د ناستې په څنډه کې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي؛ د سولې د بهیر لپاره اساسي پرمختګ یو کلن بهیر دی؛ طالبان باید جګړه پای ته ورسوي او د ټاکنو له لارې واک ته وردننه  شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgny9qqak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته