د پکتیا ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیو څانګه په یوه خبرپاڼه کې وايي چې تېر ماښام یوه بریدګر غوښتل چې د احمدخېلو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ پر قراول د لاسي بمونو برید وکړي، خو پولیسو په ځوابي ډزو هغه وواژه.
بیان زیاتوي چې په دې حمله کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)