کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیا په احمدخېلو کې د پولیسو پر قراول وسله واله حمله شنډه شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 دلو 1397 ساعت 16:55

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د احمدخېلو ولسوالۍ د پولیسو پر قراول وسله واله حمله یې شنډه کړې ده.



د پکتیا ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیو څانګه په یوه خبرپاڼه کې وايي چې تېر ماښام یوه بریدګر غوښتل چې د احمدخېلو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ پر قراول د لاسي بمونو برید وکړي، خو پولیسو په ځوابي ډزو هغه وواژه.
بیان زیاتوي چې په دې حمله کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
 


د مطلب کود: 179855

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179855/د-پکتیا-په-احمدخېلو-کې-پولیسو-پر-قراول-وسله-واله-حمله-شنډه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com