دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۹
د مطلب کود : 179869
په کابل کې دوه انجونې او یو هلک د غلا په تور نیول شوي
د کابل پولیس وايي چې د غلا په دوو جلا پېښو کې یې دوه نجونې او یو هلک نیولي، د دوی په خبره، یوې یې د وسلې په وسیله یو کس ګواښلی، موبایل او پیسې یې ترې اخیستي او دوو نور د یوه هېوادوال بیک او موبایل چور کړي دي.

د کابل د پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون د قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد رسنیو ته وویل، د کابل پولیسو تېره شپه د شکریې په نوم هغه نجلۍ نیولې چې د کابل ښار په ترافیک څلورلاري کې یې د وسلې د ګواښ په وسیله له یو کس څخه موبایل او پیسې اخیستې دي.
د مجاهد په خبره، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د شکریې په نوم یاده نجلۍ تېر مازیګر کرولا موټر ته پورته شوې او د لارې په اوږدو کې یې موټر چلوونکی پر خپله وسله ګواښلی، دوه سېټه موبایلونه او پیسې یې ترې اخیستي او تښتېدلې ده.
سرچینه زیاتوي، موټر چلوونکي په مناسب وخت کې شور ماشور کړی او موضوع یې له هغو پولیسو سره شریکه کړې چې په یاده سیمه کې پر ګزمه بوخت وو، پولیسو اقدام کړی او شکریه یې نیولې ده.
مجاهد وویل، شکریه اوس له پولیسو سره ده او جدي څېړنې ترې روانې دي، څو معلومه شي چې نوموړې په کومې شبکې پورې اړه لري او د نورو قضیو په اړه  اعتراف وکړي.
بلخوا د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند د هغه نجلۍ او هلک د نیول کېدو خبر هم ورکړی چې په شپږمه امنیتي حوزه کې یې د موټرسایکل په وسیله د خلکو مالونه چور کول.
مجاهد وویل، دغه هلک او نجلۍ نن له غرمې وروسته دوه بجې داسې مهال نیول شوي چې د یو هېوادوال بیک او موبایل یې چور کړي، خو د تېښتې پر مهال د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
سرچینې په ډاګه کړه چې نجلۍ توفان نومېږي او د چور پر مهال یې د نارینه جامې اغوستې وې او په لومړنیو څېړنو کې یې ویلي چې له څه مودې راهیسې د ښار په کچه د خلکو مالونه چور کوي.
د امنیه قوماندان ویاند وویل، له یادو کسانو څېړنې روانې دي.
https://avapress.com/vdcfv1dy1w6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته