کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نا معلومو وسله والو د پروان د استیناف محکمې یو قاضي وژلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 دلو 1397 ساعت 19:28

د پروان د استیناف محکمې یو قاضي د نا معلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.



د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار ازادي راډیو ته وویل، دا برید پرون ماښام هغه مهال وشو چې د استیناف محکمې قاضي میرویس په مرکز چاريکار کې له جوماته کور ته روان و.
مېرمن شهکار وايي، قاضي میرویس د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و چې په چاریکار کې یې ژوند کاوه.
مېرمن شهکار وايي چې د دې قتل علت معلوم نه دی، خو پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.


د مطلب کود: 179870

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179870/نا-معلومو-وسله-والو-د-پروان-استیناف-محکمې-یو-قاضي-وژلی

آوا
  https://www.avapress.com