دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۲
د مطلب کود : 179871
تمه ده، چې افغان حکومت هم د سولې په مخامخ خبرو کې برخه ولري- مایک پنس
د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د مونیخ ناستې په څنډه کې له افغان ولسمشر غني سره په لیدنه کې تمه ښودلې، چې د افغان سولې د خبرو له پرمختګ سره به وسلوال طالبان له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي.

د مونیخ د نړیوالې غونډې په څنډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې سوله باید د نومیالیو او پېژندل شویو څېرو پر محور نه، بلکې د عامو خلکو پر محور راوڅرخیږي!
ولسمشر اشرف غني ويلي، چې له افغانستان څخه د نیمو امریکايي سرتېرو د وتو په اړه اندېښنه نلري؛ ځکه،  چې له امریکا سره د افغانستان اړیکې پر متقابلو ګټو ولاړې دي.
هغه وایي؛ ستاسې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د سرتېرو د وتو له کبله اندېښمن یم، باید ووایم، چې نه! زمونږ اړیکې د سرتېرو د پاتې کیدو پر بنسټ نه، بلکې پر متقابلو ګټو ولاړې دي. زمونږ اړیکې امنیتي تړون او ستراتیژیک تړون تنظیم کړي دي.
ولسمشر غني ویلي، چې د سویلي آسیا لپاره د امریکا ستراتیژي پر ښه لوري روانه ده او د سولې لپاره د زلمي خلیلزاد هڅې هم هیله بښونکې دي.
هغه وایي؛ مونږ اړتیا لرو او پوهیږو، چې د سویلي آسیا لپاره د ستراتیژۍ ژمنې عملي کیږي. زلمی خلیلزاد په دې برخه کې کار کوي، خو څلور مسایل مهم دي؛ له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د وسلوالو طالبانو اړیکي، په افغانستان کې د نړیوالو سرتېرو حضور، د وسلوالو طالبانو او افغان دولت تر منځ مخامخ خبرې او اوربند.
د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس وايي، چې د سولې لپاره روانې هڅې به پرمختګ وکړي او د طالب استازیو او افغان دولت تر منځ د خبرو زمینه به هم برابره شي.
هغه څرګنده کړې؛ مونږ له افغان دولت سره د وسلوالو طالبانو د سولې د خبرو ملاتړ کوو او پدې برخه کې پرمختګونو ته سترګې پر لاره یو. هیله ده ستاسو دولت او مونږ د دغو خبرو شاهدان وو.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست افغانستان ته په ناڅاپي سفر راغی او له ولسمشر غني سره یې ولیدل. داسې برېښي، چې له دغې لیدنې وروسته د امریکا په اړه د ولسمشر غني په دریځ کې نرمښت راغلی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciy3azzt1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته