دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۱۵
د مطلب کود : 179876
پروان ولایت استیناف محکمې یو قاضي د ناپیژانده وسله والو له لوری ووژل شو
د پروان د استیناف محکمې یو قاضي د نا معلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار رسنیو ته وویل، دا برید پرون ماښام هغه مهال وشو چې د استیناف محکمې قاضي میرویس په مرکز چاريکار کې له جوماته کور ته روان و.
مېرمن شهکار وايي، قاضي میرویس د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و چې په چاریکار کې یې ژوند کاوه.
مېرمن شهکار وايي چې د دې قتل علت معلوم نه دی، خو پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.
https://avapress.com/vdcd5n0f9yt05j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته