د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عارف نوری، د غزنی والی ویاند تیره ورځ یک شنبه د
افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل: ښار بیلابیلو برخو کې د مخدره توکو خرڅولو مراکزو شتون له امله دغزنی اوسیدونکې شکایتونو په لړ کې، امنیتی ځواکونه د غزنی والی په امر او خلګو همکاری سره، خپل عملیات د مخدره توکو مرکزونو پیژندنې او بندولو لپاره شروع کړی دی.
د هغه په وینا، ځینی قلیون خانی هم غزنی کې مخدره توکو خرڅولو باندی تورن دی او همدی دلیل، پولیس قلیون خانی هم بندوی.
یادولو وړ دی چی تیره ورځ ځینی سپین ږیری د عیب قلندر قلعه امیر محمد خان سیمی او ځینو نورو سیمو څخه په غزنی ښار کې د غزنی والی سره په لیدنه کې د مخدره توکو آزاد خرڅولو مرکزونو ټولولو غوښتونکی شوی وو.