دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 179901
پوليسو په کندهار کې د شراب جوړولو یوه فابریکه له‌منځه وړې
پوليسو په کندهار کې د شراب جوړولو یوه فابریکه له منځه وړې ده.
د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي  ته وویل چې د کندهار په ۱۲مه امنیتي حوزه کې د شراب جوړولو له یادې فابریکې ۱۵۰ بوتله شراب ترلاسه شوي او په تړاو يې يو تن هم نېول شوی چې اوس ترې تحقیق کیږي.
عزيزي وویل، د شراب جوړولو ياده فابريکه د کشفي معلوماتو پر بنسټ له‌منځه وړل شوې ده.
دا لومړی ځل دی چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا په کندهار کې د شرابو فابریکه له منځه وړل کیږي.
افغان دولت ویلي، له نشه‌یي توکو سره مبارزه د دوی له لومړيتوبونو څخه ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxoqss2bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته