کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دې اونۍ کې د پولیو واکسین کمپاین په داسې حال کې په لاره اچول کیږي چې د پولیو یوه مثبه پيښه له کندهار نه راپور شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 دلو 1397 ساعت 12:20

ددې اونۍ نن دوشنبې ( سلواغي ۲۹مه) د پولیو واکسین فرعي کمپاین د هیواد د ۱۷ ولایتونو پورې اوړند په ۱۹۵ ولسوالیو کې چې د پولیو د لوړ خطر سره مخ دي په ځانګړي توګه په سویلي، سویل خیتځ او ختیځه حوزو کې په لاره اچول کیږي او ددې اونې تر جمعې ورځې پورې د پنځو ورځو لپاره دوام ومومي چې په ترڅ کې ۵،۸ ( پنڅه اعشاریه اته) میلیونه د پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.


دغه کمپاین په داسې حال کې په لاره اچول کیږي چې د پولیو یوه بله مثبته پيښه د کندهار د غورک ولسوالی څخه راپور شوه چې په ترڅ کې له بده مرغه یو پنځه کلن ماشوم د تل لپاره فلج شو. په افغانستان کې د روان زیږدیز کال کې دا د پولیو دویمه مثبته پيښه ده چې دواړه په کندهار ولایت ثبت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز د خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د پولیو وضعیت په هیواد کې جدي ونیسي و د کمپاین په بهیر کې د واکسیناتورانو پر مخ د خپلو کورونو دروازي پرانیزي او خپل ماشومان د واکسین کولو لپاره حاضر کړي. 
د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه: ګرانو هیواد والو! تاسو کولای شي د پولیو په له منځه وړلو کې خورا مهم رول ولوبوی او مونږ دې ته اړتیا لرو چې د یو په بل مرسته دغه ناروغۍ د تل لپاره محو کړو. زمونږ معصوم او نادرکي ماشومان مونږ پورې متکي دي چې ددې دایمي فلج کوونکي ناروغۍ په وړاندې خوندي کړو.
پولیو ناروغۍ در ملنه نلري او ماشومان د تل لپاره فلج کوي. یوازنۍ لار چې ماشومان ددې ناروغۍ په وړاندې خوندي پاتې کیدای شی، هغه واکسین دی چې د کمپاین په هر پړاو کې ماشومانو ته تر پنځه کلنۍ پورې ورکړل شي. ماشومانو ته د واکسین هر اضافی دوز  ورکول دهغوی د بدن معافیت و دفاعی سیستم پیاوړۍ کیږي.
د افغانستان، پاکستان او نایجریا هیوادونو پرته، د نړۍ نورو ټولو هیوادونو د پولیو ناروغۍ یې د خپلې خوارې ختمه کړې. سره له دې چې افغانستان په تیر زیږدیز کال کې د پولیو د دمثبتو پيښو شمیر یې زیات وه، خو افغانان کولای شي چې په ګډه همکاری او هڅو ، دغه ناروغۍ له هیواده محو کړي او ټوله نړۍ ددې ناروغۍ څخه وژغوري.
په ۲۰۱۸ کال کې، ۲۱ افغان ماشومان ددې ناروغۍ له امله له بده مرغه د تل لپاره فلج شول او په همدې کال کې له پاکستان هیواد څخه د ماشومانو د فلج ۱۲ پيښې راپور شوې وې.
که چیرې ټول افغانان خپل ماشومان د کمپاین په هر پړاو کې د پولیو په وړاندې خپل ماشومان تر پنځه کلنی پورې وکسین کړي، افغانان به نړیوالو ته دا به ثابته کړي چې هغوی نه یوازې پولیو له افغانستان څخه ورکولای شي، بکله ټوله نړۍ به له پولیو څخه وژغوري. 
دعامې روغتیا وزارت د ټولو میندو، پلرونو او کورنیو، د ټولنې مخورو، قومي مشرانو او د دیني عالمانو څخه غواړي چې د واکسیناتورانو مرسته وکړي ترڅو هیڅ ماشوم د واکسین څخه بې برخې پاتې نه شي. ځکه واکسین یواځنۍ لار ده چې ماشومان ددې تل پاتې فلج کوونکي ناروغۍ په وړاندې وقایه کوي.
 


د مطلب کود: 179905

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179905/په-دې-اونۍ-کې-د-پولیو-واکسین-کمپاین-داسې-حال-لاره-اچول-کیږي-چې-یوه-مثبه-پيښه-له-کندهار-نه-راپور-شوه

آوا
  https://www.avapress.com