دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 179909
افغانستان هوا پېژندنې اداره: راتلونکې کال به د اوبو کمښت ستونزه نه وی
د افغانستان د هوا پېژندنې اداره د تېرو کلونو په پرتله په هېواد کې د اوسني اورښت کچه د قناعت وړ بولي او وايي، په ولایتونو کې د پرله پسې درنې واورې او باران ورښت په راتلونکي کال کې د وچکالۍ خطر له منځه وړی دی.

د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې د وړاندوینې امر نسیم مرادي کهمردي رسنیو ته وویل، د روان کال له پیله تر نیمايي د وچکالۍ، د علوفې د نشتون او اوبو کموالی په عمومي ستونزه او د رسنیو پر تودو بحثونو بدل شوي و خو د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې اورښت دې اندېښنو ته د پای ټکی کېښود.
نوموړي زیاته کړه، په بېلا بېلو ولایتونو کې وروستي اورښتونه د ځمکې لاندې او سطحي اوبو په زېرمو کې تر حده د زیاتو اوبو د زېرمه کېدو لامل شوي او دا د وچکالۍ په کمېدو کې اغېزمن رول لرلای شي.
هغه زياته کړه، د اورښت اندازه د تېرو دوو کلونو په پرتله زیاته ده او د شته راپورونو له مخې په ۱۳۹۵ کال کې په سالنګونو کې شاوخوا ۳۵۶ سانتي متره واوره ورېدلې وه، په ۱۳۹۶ کال کې د واورې اندازه شاوخوا ۸۸ سانتي وه، خو په روان کال کې چې تر اوسه هم د زیاتو واورو د ورېدو امکان شته په سالنګونو کې ۳۶۸ سانتي واوره شوې ده.
هغه په ډاګه کړه چې د ارقامو له مخې، د روان کال په مرغومي کې د اورښت اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله له درې برابره زیاته وه.
کهمردي زیاته کړه: ((د تېر کال په مرغومي میاشت کې د اورښت کچه ۲،۶ ملي متره وه خو د روان کال په همدې میاشت کې د اورښت اندازه ۶،۴۷ ملي متره یعنې د تېر کال په پرتله درې برابره زیاته شوې ده.))
نوموړي زیاته کړه، د اوبو د اندازې او وچکالۍ د خطر معلومول د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دنده ده، خو د هوا پېژندنې پرمختللو امکاناتو او تجهیزاتو ته په کتو د اورښت کره اندازه دغه اداره معلوموي.
هغه وویل: ((دغه ټکنالوجي موږ ته واک راکوي څو ووایو چې په راتلونکو میاشتو کې به هم د هېواد په زیاتره لوېدیځو، شمال لوېدیځو، شمالي او شمال ختیځو برخو کې زیات اورښت موجود وي.))
د یادونې ده چې د افغانستان د هواپېژندنې د ادارې ریاست په ۱۳۹۵ کال کې د هوا پېژندنې د نړیوال سازمان ( (WMO او څو نورو پروګرامونو په مرسته جوړ شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcawon6o49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته