کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب ولایت کې ۲۶ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 دلو 1397 ساعت 17:39

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د یو طالب سرګروپ په ګډون ۱۸ طالب جنګیالي وژل شوي دي.


د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ طالب جنګیالیو تېره شپه د قیصار ولسوالۍ د ارکلیک کلي په اړوند سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې له څو ګړیو نښتو وروسته یې پر شاه وتمبول.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش وایي، چې په دې پېښه کې د یو طالب سرګروپ مولوي عصمت الله عصمت یار په ګډون ۱۸ طالب جنګیالي وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړې، چې د طالبانو په دې برید کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
طالبانو د پېښې پخلی کړی؛ خو وایي، چې په دې نښته کې ۱۱ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
فاریاب د شمال ولایتونو یو له هغو ناامنه ولایتونو دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې طالب جنګیالي پراخې هڅې تر سره کوي.
 


د مطلب کود: 179919

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179919/په-فاریاب-ولایت-کې-۲۶-طالب-جنګیاليو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com