دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 179920
ولسمشر غنی: طالبان او پاکستان دی خپلمنځی اړیکې واضح کړي
د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه وایي پرون د سلواغې میاشتې په ۲۸ ولسمشر غني د افغان سولې په اړه د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د کتنې پرمهال ویلي چې” طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضح کړي چې پر کوم اساس استوارې دي.

د خبر په پاڼې په حواله ولسمشر غني زیاته کړې چې د طالبانو اړیکي دې له تروریستي شبکو جرمي او حرام  اقتصاد سره هم معلومې شي.
د خبر پانې له قوله په دغې ناسته کې ولسمشر غني د افغانستان د سولې د بهیر په اړه هم څرګندونې کړې دي نوموړي ویلي چې تلپاتي سولې ته د رسیدو په اړه کلیدي مسایل ډېر روښانه شوي، تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو په موخه لا زیاتو او ګډو اقداماتو ته اړتیا ده.
د خبر پاڼې په حواله په دې لیدنه کې ولسمشر غني زیاته کړې چې  له ډاکټر  زلمي خلیلزاد سره د کار په نوې او واضح طریقې هوکړې ته رسېدلي  چې د هغې په چوکاټ کې به معلومات شریکېږي او د مشخصې اجنډا په اړه  دوامدارې مشورې کېږي او د هغو په رڼا کې به اقدامات کیږي.
ولسمشر غني په داسي حال کې د افغانستان سولې په تړاو د امریکا له ځانګړې استازې سره د سولې په اړه غږیږي چې ټاکل شوې وو نن دوشنبه د فبرورۍ په ۱۸مه ښاغلی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او طالب مرکچي پلاوي سره وګوري خو د افغانستان د حکومت د شکایت پر بنسټ د طالب استازو سفر یاد هیواد نه دی تر سره شوی.
 
https://avapress.com/vdcdxn0fzyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته