هارون چخانسوري:" دغه راز د افغانستان حکومت له خلیلزاد سره د یوه نوي کاري میکانیزم په اړه هم هوکړه کړې، چې له مخې به یې د یوې مشخصې اجنډا پر بنسټ د ټولو مسایلو په اړه د افغانستان له حکومت سره سلا مشوره کېږي او همدارنګه د وروستیو او عملي اقداماتو په اړه به هم بحث او خبرې کېږي."

هارون چخانسوري:" جمهور رییس د دې سفر په لړ کې د امریکا د متحده ایالاتو له مرستیال ولسمشر، د آلمان له صدر اعظم، د ناروې له صدر اعظم، د انګلیستان د دفاع له وزیر، د اروپایي اتحادیې د بهرینو اړیکو له مسوولې، د ناټو له سکرتر جنرال ، د عربي متحده اماراتو په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیر، د قطر له امیر، د ترکیې د دفاع له وزیر، د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د امریکا د کانګریس له دوو ګروپونو سره ناستې تر سره کړې."
هارون چخانسوري:" د ټولو ناستو پایلې درې پیغامونه لرل: د افغانستان له خلکو او حکومت څخه غوڅ ملاتړ، د افغانستان د خلکو او حکومت په رهبرۍ باندې د سولې له پروسې څخه ملاتړ او د سولې د مشورتي لویې جرګې له جوړېدو څخه هرکلی."
هارون چخانسوري:" په وروستیو ورځو کې د سولې اړوند مسایل واضیح او د افغانستان له خلکو سره په دې اړه معلومات شریک شوي دي. همدارنګه د سولې د سمیه ییزې اجماع د پیاوړتیا په اړه هم هڅې روانې دي."
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)