کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال کونړ کې ۲،۱ میلیون میوه لرونکي او غیري میوه لرونکي نیالګي نهال کېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 دلو 1397 ساعت 20:21

سږ کال هڅه کوي تر څو کروندګرو ته د اوبه خور سیستم کې منظمتیا لپاره لا ډير امکانات په کار په واچول شي او دغه راز به په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې بېلابېل باغونه جوړ کړي.


د کونړ والي عبدالستار  میرزکوال نن د نالګیو نهال کولو  عمومي کمپاین پرانیسته کې وویل، چې دا نیالګي به د  کونړ په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي، چې په خبره يې په دې سره به د ځنګلونو بیا احیاء او ترڅنګ به يې د کروندګرو اقتصاد لوړاوي ته کار وشي.
 
په همدې مهال د کونړ کرنې ریس انعام الله ساپی وايي، سږ کال هڅه کوي تر څو کروندګرو ته د اوبه خور سیستم کې منظمتیا لپاره لا ډير امکانات په کار  په واچول شي او دغه راز به په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې بېلابېل باغونه جوړ کړي.
عام ولسونه بیا د دغو نیالګیو کېنولو له امله له حکومته خوښ دي خو ټينګار کوي؛ چې تر نهال کولو وروسته ورسره د ساتنې په برخه کې لازمه همکارې وشي،تر څو يې باغونه حاصل ته ورسېږي.
 


د مطلب کود: 179932

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179932/سږ-کال-کونړ-کې-۲-۱-میلیون-میوه-لرونکي-او-غیري-نیالګي-نهال-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com