کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت په ناقانونه توګه په حکومتي ادارو کې چاڼ پیل کړی- اتمر

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 دلو 1397 ساعت 21:02

د سولي او اعتدال ټاکنیزې ډلې پر حکومت تور لګولی، چې په ناقانونه توګه یې په حکومتي ادارو کې چاڼ پیل کړی دی.



د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کیدو د مطرحو ټاکنیزو ډلو تر منځ ناندرې ورځ تر بلې تودیږي او ولسمشریزو ټاکنو ته د سولې او اعتدال د ډلې احتمالي نوماند حنیف اتمر پر حکومت تور لګولی، چې د ده کسان یې له دندو ایستلي دي.
د ولسمسریزو ټاکنو احتمالي نوماند حنیف اتمر وايي، چې د محمد محقق په ګډون حکومت یوازې د ده د ټاکنیزې ډلې دولس غړي له دندو ګوښه کړي او یا استعفا ته اړ شوي دي.
اتمر د ولسمشر لخوا د ټاکنو خپلواکو کمیسیونونو د پخوانیو غړیو له دندو ګوښه کول هم یوه بېړنۍ پرېکړه ګڼي او تور لګوي، چې په دې اړه له سیاستوالو او ولسمشریزو نوماندانو سره هیڅ ډول سلا مشوره نده شوې.
حنیف اتمر دا ټينګار هم کړی، چې: مونږ له رښتینې جرګې ملاتړ کوو؛ خو که د ولسمشر لخوا د سولې لپاره د رابلل شوې مشورتي جرګې هڅې د ټاکنیز کمپاین او د سولې خبرو د کمزوره کولو برخه وي، اجازه به ورنکړو.
ارګ وايي، چې د حنیف اتمر دغه څرګندونې له اصلاحاتو څخه د ده وېره څرګندوي.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي، چې حنیف اتمر له اصلاحاتو وېره لري او په باور یې خلک په احساساتي خبرو نه تېروزي.
پر ولسمشر لدې مخکې هم نیوکې شوي، چې د قانون خلاف یې امرالله صالح ته په رسمي حکومتي غونډو کې ځای ورکړی؛ خو ارګ ویلي، چې نوموړی د سولې مشورتي بورد غړیتوب لري.
 


د مطلب کود: 179937

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179937/حکومت-په-ناقانونه-توګه-حکومتي-ادارو-کې-چاڼ-پیل-کړی-اتمر

آوا
  https://www.avapress.com