دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۱۹
د مطلب کود : 179940
ارګ ماڼۍ: قطر ناسته کې افغان حکومت ګډون طالبانو سره مخامخ خبرو پوری مشروط دی
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د دغه هېواد حکومت په دې شرط د قطر په ناسته کې ګډون کوي چې طالبان د حکومت له استازو سره خبرو ته اماده وي.


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د قطر د راتلونکې اوونۍ ناستې ته په غبرګون کې وايي چې که طالبان د حکومت له استازو سره په دغه ناسته کې مخامخ خبرو ته حاضر نه‌شي، افغان حکومت به د قطر په ناسته کې ګډون ونه‌کړي.
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۹» په کابل کې د مونیخ د ناستې، د ولسمشر محمد اشرف غني او زلمي خلیل‌زاد د کتنې او د افغانستان د سولې په اړه د روانو هڅو په اړه خبرې کولې، وویل چې تر هغې چې طالبان د افغان حکومت له پلاوي سره خبرو ته چمتو نه‌شي، حکومت په دغه ناسته کې ګډون نه‌کوي.
ده وویل:کومه جلسه چې د فبرورۍ په ۲۵مه په قطر کې ترسره کېږي، که دغه جلسه مشروطه په دې وي چې مذاکرات په مستقیم ډول له حکومت سره پيلېږي، موږ خپل پلاوی لېږو، پرته له دې که په زاړه فورمول وي، د افغانستان حکومت په دغه جلسه کې ګډون نه‌کوي.
ښاغلي چخانسوري په دې اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، که اړتیا ولیدل شي، حکومت به د سولې د مرکچي پلاوي په ترکیب کې زیاتوالی راولي.
نوموړي د ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د تېرې شپې کتنې ته په اشارې سره وویل چې دواړه لوري په دغه لیدنه کې په يوې نوې کاري تګلارې هوکړې ته ورسېدل.
نوموړي د دغې نوې کاري تګلارې په اړه وویل:
"د يوې ځانګړې اجنډا پر بنسټ د ټولو مسایلو په اړه د افغانستان حکومت سره مشوره کېږي او له هغه وروسته په عملي اقداماتو خبرې کېږي او له هغه وروسته نړیوال متحدین په ځانګړي ډول ښاغلی خلیل‌زاد نړیوال سفرونه پیلوي."
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې، د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د طالبانو استازي يو ځل بیا په قطر کې له امریکايي پلاوي سره وګوري.
د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په يوه غږیز پيغام کې ویلي چې د فبرورۍ د ۲۵مې نېټې ناسته د امریکایانو او طالبانو ترمنځ ده او کوم بل لوری به په‌کې ګډون ونه‌لري.

ښاغلی مجاهد په دې اړه چې طالبان به د قطر په ناسته کې د افغان حکومت له استازو سره مخامخ خبرو ته چمتو وي، وايي:اوس‌مهال موږ د افغانستان د قضیې په بهرني اړخ اخته یوو او نه‌غواړو چې د خپل هېواد د داخلي مسایلو په اړه له امریکا سره بحث وکړو.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد چې له دې وړاندې یې هم څو ځلې له طالبانو سره لیدنې کتنې لرلې دي، تېره شپه‌یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې ویلي چې په دغو کتنو کې یې د دايمي اوربند، د طالبانو او القاعده پر اړیکو، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو په پيلېدو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه بحثونه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcfj1dyxw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته