دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 179960
د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۲۴ ترهګرو وژل کیدل
د افغانستان هوایي ځواکونو ۵۶پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۴تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي .

د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۷ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۱ځانګړي کوماندویي دندې او ۹ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی  د افغانستان  هوایي ځواکونو ۵۶پروازونه  د ملي اردو  د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۴تنه وسله وال ترهګر وژل شوي  او۱۳  تنه  نور ټپیان شوي دي .
دا عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د ننګرهار ، کاپیسا، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست،  کندهار، بادغیس، فراه سرپل، بلخ ، تخار  او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د کندهار ولایت د غورک ولسوالۍ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپيان، د غزني ولایت د اندړو ، واغظ او قره باغ ولسوالیو کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان، د فراه ولایت مرکز اړوند سیمه :ې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان او د ننګرهار ولایت د خوګیانو ولسوالۍ کې یو تن داعشي وژل شوی دی.    
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو  ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-wnzv23nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته