دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 179961
چپرهار کې د اته ميليونه افغانيو په لګښت د ۲۲ کيلومتره سړک جوړيدو چارې پيل شوې
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ کې د کليو پراختيا ادارې د اته ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ۲۲ کيلومتره خام سړک جوړيدو او جغل اندازۍ چارې پيل شوې.
د چپرهار ولسوال صديق دولتزي وويل، چې دغه سړک يولس قريو څخه تيريږي او له تريلي څخه تر ماڼو پورې د ۲۲ کيلومتره په اندازه په خام ډول جوړيږي.
نوموړي وويل،چې ياد سړک د کليو پراختيا ادارې د اته ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړيږي چې چارې يې کليوالي شوراګانو لخوا پرمخ وړل کيږي.
د هغه په وينا په دغه پروژه کې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې، چې د دريو میاشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciq3azzt1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته