کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چپرهار کې د اته ميليونه افغانيو په لګښت د ۲۲ کيلومتره سړک جوړيدو چارې پيل شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 دلو 1397 ساعت 12:42

ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ کې د کليو پراختيا ادارې د اته ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ۲۲ کيلومتره خام سړک جوړيدو او جغل اندازۍ چارې پيل شوې.


د چپرهار ولسوال صديق دولتزي وويل، چې دغه سړک يولس قريو څخه تيريږي او له تريلي څخه تر ماڼو پورې د ۲۲ کيلومتره په اندازه په خام ډول جوړيږي.

نوموړي وويل،چې ياد سړک د کليو پراختيا ادارې د اته ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړيږي چې چارې يې کليوالي شوراګانو لخوا پرمخ وړل کيږي.
د هغه په وينا په دغه پروژه کې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې، چې د دريو میاشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي


د مطلب کود: 179961

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179961/چپرهار-کې-د-اته-ميليونه-افغانيو-په-لګښت-۲۲-کيلومتره-سړک-جوړيدو-چارې-پيل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com