دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 179972
د بی بی ام البنین لنډه پیژندنه او هغي بی بی رحلت
د هجرت په ۶۴ د جمادي الثاني پر 13 نیټه  بي بي ام البنين عليه السلام د حضرت علی عليه السلام د پیغمبر (ص) لور بی بی فاطمه الزهرا وروسته دوهم ماینه  او د قمربني هاشم, ابوالفضل العباس (ع) مور له دي دنيا څخه رحلت وکړه.
د بيبي نوم فاطمه او کنيه يې ام البنين ده چي په دي کنیه  هم مشهوره ده.
د پلار نوم یی حزام بن خالد او مور يي ليلی د شهید بن ابی عامر لور وه.
هغي د حضرت علی (ع) ماینه وه چی خدای (ج) دوی ته څلور زامن ورکړی وو .حضرت قمر بنی هاشم عباس ع, عبدالله, جعفر او عثمان چي څلور سره په کربلا کی په شهادت ورسيدې.
علامه ما مقامی ليکی چی د هغي بي بي لوړ مقام دادي چي کله چی بشير بن جذلم د زامنو د شهادت خبر ورکړ وي ويل چي زما د زړه رګونه  دی پری کړه.
زما ټول زامن پر حضرت اباعبدالله الحسين ع باندی قربان.
سرچینی:
1-تنقيح المقام : 3ج فصل کنيه صفحه 70
العقيله والفواطم عليه السلام: 124
https://avapress.com/vdca0on6u49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته