دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۰۵
د مطلب کود : 179997
مسعود اندرابی د کورنیو چارو سرپرست پولیس ځانګړو قطعو او امنیتی ځواکونو قوماندانانو ته د جګړی په ډګر کې د ترهګرو وژلو امر کړي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي خپلو امنیې قوماندانانو او د پولیسو ځانګړو قطعو ته امر کړی چې د جګړې په ډګر کې ترهګر ژوندي پرې نږدي.

سرچینه چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې رسنیو ته ویلي چې ښاغلي اندرابي نن د کورنیو چارو وزارت له منسوبینو سره په لومړۍ لیدنه کې د امنیتې قوماندانانو او د خاصو قطعو پولیسو ته امر ور کړ او ورته یې وویل چې د جکړې په ډګر ترهګر ووژنئ.
سرچینې زیاته کړې د کورنیو چارو سرپرست وزیر دغه څرګندونې نن د ولایتونو له امنیې قوماندانانو سره د وېدويي کنفرانس له لارې کړي دي.
 ښاغلي اندرابي ویلي چې سوله د سیاستونو کار دی، پولیس باید له دې وروسته له دفاعي حالته بریدیز حالت ته  ځان بدل ګړي.
نوموړي زیاته کړې” د ترورېستانو خولې ته وسپنیز ګوزار ورکړئ او هېڅ ترهګر د جنګ په میدان کې ژوندی مه پرېږدئ”.
په دې اړه کورنیو چارو کورنیو چارو وزارت په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdchwwnzq23nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته