ولسمشر اشرف غني د يوه فرمان له مخې د منځنۍ اسيا هېوادونو لپاره خپل ځانګړى استازى شاکر کارګر له دندې ګوښه او دغه تشکيل يې هم له منځه وړى دى.
ولسمشر غنی یو فرمان له مخې خپل ځانګړی استازی شاکر کارګر له دندې ګوښه کړي
30 دلو 1397 ساعت 21:18
ولسمشر اشرف غني د يوه فرمان له مخې د منځنۍ اسيا هېوادونو لپاره خپل ځانګړى استازى شاکر کارګر له دندې ګوښه او دغه تشکيل يې هم له منځه وړى دى.
د ولسمشر په فرمان کې چې نن د سلواغې په ٣٠مه، خپور شوى، راغلي، د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د ١٣مې فقرې له مخې، د هم ګټو هېوادونو ( منځني اسيا او روسيې) لپاره د ځانګړي استازي په توګه د محمد شاکر کارګر عزل کول منظور دي.
دغه راز په دې حکم کې راغلي چې د هغه تشکيل او دفتر هم له منځه تللى دى.
هغه شاوخوا څلور کاله مخکې پر دې دنده ګومارل شوى و.
کارګر تر دې مخکې په ١٣٩٢ لمريز کال کې د سوداګرۍ د وزير او له هغه مخکې د اوبو او انرژۍ د وزير په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
هغه د فارياب د اندخوى ولسوالۍ اوسېدونکى دى او په ١٣٥٦ لمريز کال کې زېږېدلى دى.
کارګر په ١٣٨٤ لمريز کال کې د افغانستان په لومړنيو پارلماني ټاکنو کې له فارياب ولايت څخه ولسي جرګې ته لاره موندلې وه.
دغه راز هغه په اذربايجان کې د افغانستان د سفير په توګه هم دنده ترسره کړې.
د مطلب کود: 180000