کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سیمه ایز اردو ځواکونو څخه ۴ تولي د کندهار دریو ولسوالیو او ارزګان کې ځای پرځای شول

1 حوت 1397 ساعت 13:23

فیض الدین کاکر د ۲۰۵ اتل قول اردو آموزش مسؤول وایی چی څلور تولی سیمه ایز اردو ځواکونو څخه د کندهار دریو ولسوالیو او ارزګان ترینکوت ولسوالی کې ځای پرځای شول.



 
د هغه په وینا، سیمه ایز اردو ځواکونو فعالیت سره په دی سیمو کې به امنیتی وضعیت ښه شی.
ښاغلی کاکر وایی چی ارزګان ولایت دوه نورو ولسوالیو کې هم ځینی سیمه ایز ځواکونه به ځای پر ځای شی.
هغه ددی ځواکونو امتیازاتو په اړه وویل چی سیمه ایز ځواکونو امتیازونه د ملی اردو ځواکونو په شان دی او دا ځواکونه څلور میاشتنې زده کړیز دوره تیر کړی دی.
هغه  دخلګو څخه وغوښته چی خپل زامن سیمه ایز اردو ځواکونو سره یوځای کیدو ته وهڅوی.
 


د مطلب کود: 180030

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180030/د-سیمه-ایز-اردو-ځواکونو-څخه-۴-تولي-کندهار-دریو-ولسوالیو-او-ارزګان-کې-ځای-پرځای-شول

آوا
  https://www.avapress.com