خوښ ديک ۰

کلیمزی: ډیر ژر به سلګونه تازه دمي سرتیري غزني کې د امنیتي ځواکونو له لیکو سره یوځای شي

د غزني والي وحیدالله کلیمزي پرون ناوخته د پښتون آباد سیمي له یو شمیر قومي مخورو او ځوانانو سره کتنه کې په نیږدي ورځو کې د دي ولایت د امنیتي ځواکونو له لیکو سره د سلګونه تازه دمو سرتیرو له یو ځای کیدو خبر ورکړ.
کلیمزی:  ډیر ژر به سلګونه تازه دمي سرتیري غزني کې د امنیتي ځواکونو له لیکو سره یوځای شي
په دغه کتنه کې د راغلو کسانو په استازیتوب عبدالباري شلګري خبري وکړي او ښار ته څیرمه د پښتون آباد سیمه کې یې د نوي منظور شوي امنیتي حوزي د انتقال او فعالیدو غوښتنه وکړه. هغه وویل د پښتون آباد ولسونه چې شمیر یې شاوخوا ۷۰۰۰ کورونو ته رسیږي د حکومت او امنیتي ځواکونو کلک ملاتړي دي او د ټولو غوښتنه ده څو د دي سیمي د امنیت لپاره هر څه ژر منظور شوي امنیتي حوزه انتقال او فعاله شي. هغوی د پښتون آباد د امنیت لپاره د نویو پوستو پر ایجادولو ټینګار وکړ او والي ښاغلي کلیمزي ته یې ډاډ ورکړ چې د سیمي اوسیدونکي یې له امنیتي ځواکونو سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي. د غزني والي وحیدالله کلیمزي، له حکومت، په تیره بیا امنیتي ځواکونو سره د پښتون آباد د خلکو له همکاریو او ملاتړ څخه مننه او ستاینه وکړه. هغه ژمنه وکړه چې پښتون آباد ته منظور شوي امنیتي حوزه به یادي سیمي ته انتقال کړي او ورته به په مناسب ځای کې لازم تأسیسات ورغوي. د غزني والي زیاته کړه: (( د امنیت له اړخه ډاډه اوسئ، اوس مو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې له تشکیلاتي او امکاناتي اړخه نیمګړتیاوي تر ډیره حده حل شوي دي او کافي ځواک په واک کې لرو.)) ښاغلي کلیمزي وویل: (( ډیر ژر به د غزني ولایت د امنیتي ځواکونو له لیکو سره سلګونه تازه دمي سرتیري چې روزنیزه دوره یې پای ته رسیدلي یو ځای شي، چې پر مټ به یې زموږ شته قوت لا پیاوړی شي.))
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
چهارشنبه ۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود: 180041 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *