په دغه کتنه کې د راغلو کسانو په استازیتوب عبدالباري شلګري خبري وکړي او ښار ته څیرمه د پښتون آباد سیمه کې یې د نوي منظور شوي امنیتي حوزي د انتقال او فعالیدو غوښتنه وکړه. هغه وویل د پښتون آباد ولسونه چې شمیر یې شاوخوا ۷۰۰۰ کورونو ته رسیږي د حکومت او امنیتي ځواکونو کلک ملاتړي دي او د ټولو غوښتنه ده څو د دي سیمي د امنیت لپاره هر څه ژر منظور شوي امنیتي حوزه انتقال او فعاله شي. هغوی د پښتون آباد د امنیت لپاره د نویو پوستو پر ایجادولو ټینګار وکړ او والي ښاغلي کلیمزي ته یې ډاډ ورکړ چې د سیمي اوسیدونکي یې له امنیتي ځواکونو سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي. د غزني والي وحیدالله کلیمزي، له حکومت، په تیره بیا امنیتي ځواکونو سره د پښتون آباد د خلکو له همکاریو او ملاتړ څخه مننه او ستاینه وکړه. هغه ژمنه وکړه چې پښتون آباد ته منظور شوي امنیتي حوزه به یادي سیمي ته انتقال کړي او ورته به په مناسب ځای کې لازم تأسیسات ورغوي. د غزني والي زیاته کړه: (( د امنیت له اړخه ډاډه اوسئ، اوس مو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې له تشکیلاتي او امکاناتي اړخه نیمګړتیاوي تر ډیره حده حل شوي دي او کافي ځواک په واک کې لرو.)) ښاغلي کلیمزي وویل: (( ډیر ژر به د غزني ولایت د امنیتي ځواکونو له لیکو سره سلګونه تازه دمي سرتیري چې روزنیزه دوره یې پای ته رسیدلي یو ځای شي، چې پر مټ به یې زموږ شته قوت لا پیاوړی شي.))