کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سمنګان ولایت کې درې تنه وسله وال طالبان وژل نیول شوي

1 حوت 1397 ساعت 18:19

په سمنګان ولایت کې درې وسله وال طالبان نیول شوي دي.



د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي وایي، دغه کسان په دره صوف ولسوالۍ کې د ولید ۳۷ په نوم عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.
د ښاغلي رضایي په خبره، په دغو عملیاتو کې چې افغان ګډو امنیتي ځواکونو د سمنګان په ناامنو ولسوالیو کې پیل کړي، چاودېدونکي مواد، وسلې او وسایط هم ترلاسه شوي دي.
دغه عملیات د روانې اوونۍ له لومړیو پیل شوي او لا هم دوام لري.
بل خوا ښاغلی رضایي په فاریاب ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د لسو طالب وسله والو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبره هم کړې ده.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند په دی اړه رسنیو ته ویلي چې دغه کسان د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 180050

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180050/سمنګان-ولایت-کې-درې-تنه-وسله-وال-طالبان-وژل-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com