دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۳
د مطلب کود : 180051
سولې عالی شورا: سولې مشورتې لویه جرګه حوت میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره کیږی
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د سولې مشورتي لویه جرګه چې هدف‌یې د سولې په اړه ملي اجماع او هم‌فکري ده، د روان کال د حوت میاشتې په ۲۶مه نېټه به جوړه شي.

د دې شورا د درالانشاء رئیس عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۱» د سولې او امنیت په اړه د ښځو د تحقیق په نوم غونډه کې چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له لوري جوړه شوې وه، وویل چې د ټولو خلکو د افکارو راټولولو او د سولې په مذاکراتو کې د سرو کرښو مشخصولو لپاره تر ټوله ښه لاره مشورتي لویه جرګه ده.

نوموړي زیاته کړه:د مشورتي لویې جرګې نېټه اوس‌مهال د حوت ۲۶مه ده او ان‌شاءالله چې د حوت په ۲۹مه به پای ته ورسېږي. ښایي دا نېټه تمدید شي، په‌دې جرګه کې به ټول حضور ولري، د ټولنې ټول قشرونه له مرکز او ولایتونو به هلته مشوره او مذاکره وکړي او بالاخره به یو واحد دریځ وړاندې شي.
دی وايي، د دغې جرګې په طرزالعمل کې به ښځو ته ۳۰ سلنه ونډه ورکړل شي.
هغه دا هم وویل چې دا ځل د تېر په توپیر د سولې مشورتي لویې جرګې هېڅ یو غړی به د حکومت استازیتوب نه‌کوي، بلکې له سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو به جوړه شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې د دغې جرګې پر مېکانیزم لاهم کار روان دی او تر دې دمه په ډاګه نه‌ده چې په کوم اساس به‌يې ګډون‌والو ته بلنه ورکول کېږي.
دا په‌داسې حال کې ده چې ۱۰ ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې ملي پروسې په مشورتي ناسته کې د سولې شورا د دارالانشاء مشر عمر داوودزي ته لارښوونه وکړه چې د حوت میاشتې تر وروستیو پورې د سولې مشورتي لویې جرګې ته چمتووالی ولري.
 
https://avapress.com/vdcamwn6649naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته