دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 180056
د خوست د هوایي ډګر د ترمینل جوړولو په ګډون څلور توافقنامې لاسلیک شوې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورئیس محمداشرف غني په حضور کې نن غرمه د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې د خوست د هوایي ډګر د ترمینل جوړولو توافقنامې د قرارداد په ګډون څلور توافقنامې په چهارچنار ماڼۍ کې لاسلیک شوې.


په یادو توافقتنامو کې د خوست ولایت د هوایي ډګر د ترمینل د جوړولو قرارداد، د هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې ـ دویم پړاو جوړولو لپاره د پور توافقتنامه، په افغانستان کې  د احصایوي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د ملي احصایې او معلوماتوادارې سره د ایټالیا مالي توافقتنامه او په هرات، فراه، غور او بامیان ولایتونو کې د نفوسو د جامع او دوامدارې پراختیا لپاره  مالي توافقتنامې شاملې دي.

د خوست ولایت د هوایي ډګر ترمینل ، د اې تي ام ودانۍ او د وسایطو پارکنګ جوړولو توافقنامې تړون چې د ملکي هوایي چلند ادارې او د هریرود ودانیز شرکت ترمنځ لاسیک شو، له ۹۹۱ میلیون افغانیو زیات لګښت راځي چې د افغانستان حکومت له پراختیایي بودجې څخه ورکول کېږي او په ۲۴ میاشتوکې به بشپړ شي.

دغه راز د هېواد د مالیې وزارت سرپرست او د ایټالیاسفیر د ۶۵ میلیون یورو په ارزښت د هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې ـ دویم پړاو د جوړولو لپاره د پور د ورکړې موافقتنامه، د یو میلیون او ۲۹۸ زره یورو په ارزښت په افغانستان کې د احصائیوي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د ملي احصایې او معلوماتو ادارې سره د ایټالیا د مالي مرستې موافقتنامه او په هرات، فراه، غور او بامیان ولایتونو کې د نفوسو د جامع او دوامداره پراختیا لپاره د مالي مرستې موافقتنامه د څلور میلیون یورو په ارزښت لاسلیک کړه.
https://avapress.com/vdcftxdyvw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته